Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې چاودنو څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۲ کب ۹۹): د کابل امنیه قومانداني په کابل ښار کې له دوو چاودنو خبر ورکوي او وایي چې په یادو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان پر سړک پر یو کرولا موټر چاودنه وشوه.

سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا اته بجې او پنځلس دقیقې د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند کارته پروان ساحه کې هم پر یو کرولا موټر چاودنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې بیا هم د جزئیات له ورکولو پرته راغلي چې دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.