Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي امنیت: کابل ښار کې مو د داعش او حقاني شبکې پنځه کسان نیولي

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٩): ملي امنيت په کابل کې د داعش او حقاني شبکې د پنځه کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړى دى.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د کب په ٣مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو يې د کابل ښار اوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو په پايله کې د جاوېد، احمد مريد، روح الله، عبدالحفيظ او عبدالجبار په نومونو پنځه کسان نيولي چې د ماينونو او وسلو په ساتلو، لېږدولو،  ځاى پرځاى کولو او کابل ښار کې د مزاري تلين پر مراسمو، د کابل او بګرام پر هوايي ډګرونو د راکټي بريدونو کې يې لاس درلود.

ملي امنيت ويلي چې له نيول شوو کسانو نورې پلټنې روانې دي.

حقاني شبکې او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.