ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو لوګر کې د ملي دسترخوان مرستو پر وېش بنديز لګولى

طالبانو لوګر کې د ملي دسترخوان مرستو پر وېش بنديز لګولى

author avatar
21 Feb 2021 - 14:16
طالبانو لوګر کې د ملي دسترخوان مرستو پر وېش بنديز لګولى
author avatar
21 Feb 2021 - 14:16

پل علم (پژواک، ٣ کب ٩٩): د لوګر سيمه ييزو مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د ملي دسترخوان توکو پر وېش بنديز لګولى او هم يې د دغه پروګرام يو شمېر کسان وهلي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې طالبان په کليو او بانډو کې د ملي دسترخوان مرستې پر وېش کلک بنديز لګولى دى.

هغه وايي: ((حکومت دغه برنامه شروع کړه، څو له بېوزلو سره مرسته وکړي خو طالبانو يې مخه نيولې او د دې برنامې تطبيق ته اجازه نه ورکوي.))

په دې اړه د لوګر د مرکز کلنګار سيمې پراختيايي شورا يوه غړي د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې د دوى کلي ته د کليو پراختيا رياست له لوري د ملي دسترخوان برنامې په چوکاټ کې ځيني توکي د وېشلو لپاره راوړل شوي وو.

ده زياته کړه: ((دغه مواد د بېوزلو کسانو لپاره راوړل شوي وو، خو طالبان راغلل د وېشلو مخه يې ونيوه او هم يې دغه مواد نامعلوم ځاى ته انتقال کړي دي.))

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سيمې پراختيايي شورا غړي عبادالله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې هم طالبانو د ملي دسترخوان د توکو د وېش مخه نیولې ده.

د هغه په وينا، طالبانو د دوى د سيمې ټولو شوراګانو او قومي مشرانو ته ګواښ کړى چې د ملي دسترخوان توکي به پر خلکو نه وېشي.

دى وايي: ((زموږ د کلي مواد اوس هم په ولايت کې دي، څوک يې د راوړلو جرئت نه لري.))

بل لور ته پژواک خبري اژانس د هغه مکتوب کاپي هم ترلاسه کړې چې په دې اړه د لوګر ولايت مقام له لوري د ملي امنيت رياست ته استول شوې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي چې طالبانو په ټولو کليو او بانډو کې د ملي دسترخوان توکو د وېش مخه نیولې او د پراختيايي شوراګانو غړي يې ګواښلي چې دغه مواد به نه توزيع کوي.

په ياد مکتوب کې د څو کليو يادونه شوې چې د ځينو مواد يې طالبانو له ځان سره وړي او د ځينو نورو يې بيا مواد په کلي کې دي خو د وېشلو اجازه نه ورکول کېږي.

په مکتوب کې د ملي امنيت له رياسته غوښتنه شوې چې په دې برخه کې اصولي اجراات وکړي.

خو ملي امنيت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، په هره پروژه کې چې د فساد احتمال شتون ولري، طالبان يې مخه نيسي.

دى زياتوي: ((په هر هغه کار او پروژه کې چې شفافيت نه وي او د کابل ادارې د مسوولينو او چارواکو له لوري د غلا، چور او اختلاس احتمال وي، موږ هغه پروژې او پروګرام ته اجازه نه ورکوو.))

د مجاهد په وينا، طالبانو په دې برخه کې د روڼتيا غوښتنه کړې خو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي وړاندې کړي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته له بېوزلو کسانو سره د مرستې په موخه حکومت د ملي دسترخوان برنامه پيل کړه.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دې برنامه کې له پنځه ميليونو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي چې ټوليز لګښت يې شاوخوا ٢٨٠ ميليونه ډالر اټکل شوى دى.

Views: 496

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.