کندهار (پژواک، ۳ کب ۹۹): کندهار ښار کې د دغه ولایت پنجوايي ولسوالۍ یو قومي مشر وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د کندهار امنيې قوماندانۍ وياند جمال بارکزي پژواک ته پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د خان محمد نورزي په نوم دغه قومي مشر د سپېروان کلي ملک او د دې ولسوالۍ د ولسوالۍ پراختیايي شورا (DDA) شورا مشر هم و.
هغه زیاتوي، نوموړی چېرې روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلی دی.
بلخوا یو ساعت مخکې د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې او دامان ولسوالۍ ترمنځ بای پاس سړک ته نږدې چاودنې یو ملکي وګړی ټپي کړی دی.
په کندهار کې د جګړې له شدت سره هدفي بریدونو هم زور اخیستی چې وخت ناوخت د امنیتي کسانو ترڅنګ قومي مشران او نور مخور هم په نښه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره ورځ ملي امنیت ریاست یوه لس کسیزه وسله واله ډله نیولې وه چې د چارواکو په وینا، په ښار او ولسوالیو کې یې ترهګریز بریدونه کول.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کندهار په ګډون په ټول هېواد کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.
Views: 156
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن