کندهار ښار کې د امنیتي کسانو په ډزو یو کس وژل شوی دی
د کندهار ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د عینو مېنې په سیټا څلورلارې کې د امنیتي کسانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان وژل شوی دی.
د کندهار ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د عینو مېنې په سیټا څلورلارې کې د امنیتي کسانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان وژل شوی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراټورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپېکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.
د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې د غلا او لواطت په جرم نیول شوو نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو لس کلن ماشوم - چې کاغذونه یې ټولول - لېونیو سپیو داړلی او وژلی دی.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.
د کندهار ښار په هرات او ښکارپر بازارونو کې سلګونو کسانو نن دوشنبه وروسته له هغه خپل دوکانونه د احتجاج په توګه وتړل چې امنیتي کسانو یې دوکانونو ته ښځینه مشتریانې له ورتلو منع کړې.
په کندهار ښار کې لویه ولسي غونډه روانه ده چې د چارواکو په وینا، د «اسلامي امارت» مشرانو، ديني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د پخواني حکومت ځینو چارواکو، فرهنګیانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی چې شمېر یې شاوخوا ۳ زره کسانو ته رسېږي.
په کندهار کې د سلګونو کسانو له لوري د ښار پاکولو او چاپېريال ساتنې اشر وشو.
د کندهار ملي بس تصدۍ په یوه تازه ګام کې پنځه له کاره لوېدلي مليبسونه ترمیم کړي او نن (د چنګاښ ۱۱مه) یې بېرته په ښار کې په فعالیت پیل وکړ.
په کندهار ښار کې د لوبو یو جمنازیم جوړ او پرانیستل شو چې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
په کندهار ښار کې د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام/ UN-Habitat له خوا د «ابادي» په نوم پروژه کې ۸۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې یو بشپړ روغتیايي مرکز«CHC» پرانیستل شو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCR په مالي لګښت جوړ شوی دی.
په کندهار ښار کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو چې په لړ کې به یې په بېلابېلو ځایونو او سیمو کې ۲۶ زره نیالګي کېښودل شي.
په کندهار ښار کې د یونیسف ادارې د ۱۰،۷ میلیونه افغانیو په لګښت خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو د یوې پروژې کار پیل شو.
د کندهار ښار په یوه دیني مدرسه کې د یوه ټولګي د چت لوېدو له امله یو زده کوونکی مړ او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. پېښه نن غرمه د کندهار ښار د ۶مې ناحیې…
په کندهار ښار کې یوه کس د اهل تشیع جومات پر امام د چاقو برید کړی او د هغه په ګډون یې څلور تنه ټپیان کړي دي. پېښه تېره ورځ د کندهار ښار اړوند د لومړۍ…
په کندهار ښار کې پر یوه موټر وسله وال برید شوی چې په پایله کې یې دوه ښځې وژل شوې او درې تنه نور (دوه ښځې او یو نارینه) ټپیان شوي دي. پېښه تېره شپه…
په کندهار ښار کې له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې جګړه روانه ده چې له امله یې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۲۴ زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې…
د کندهار ښار د بای پاس سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او د ګټې اخیستنې وړ وګرځېد. د سړک د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار والي روح الله خانزاده، کندهار ښاروال انجنیر رفیع…
په کندهار ښار کې د هلمند د لویې لارې یوې پوستې قوماندان په هدفي برید کې وژل شوی دی. پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تېري اډې…
په کندهار ښار کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. دغه سړک چې نږدې يو کیلومتر اوږدوالی لري د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند په حاجي عزیز سیمه کې دی چې…