ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې غږیزې ککړتیا خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

کندهار ښار کې غږیزې ککړتیا خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

author avatar
4 Feb 2023 - 11:31
کندهار ښار کې غږیزې ککړتیا خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي
author avatar
4 Feb 2023 - 11:31

کندهار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراټورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپېکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.

هغوی زیاتوي، د ښار مرکزي سړکونه ډېر مهال د لاسي کراچیو او وسایطو د ګڼې‌ګوڼې له امله بند وي چې د موټرو هارنونه هم ورسره مل وي چې دا او نور ټول غږونه د خلکو د ناارامۍ سبب شوي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی سیف‌الدین وايي، له یوې خوا په ښار کې بې‌نظمي ډېره شوې ده او له بلې خوا غږیزه ککړتیا دومره زیاته شوې چې د خلکو اعصاب یې ناارامه کړي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له یوې خوا په ښار کې د موټرو ګڼه‌ګوڼه او هارنونه وي، له بلې خوا د دوکانونو مخې ته جنراټورونه چالان وي او ترڅنګ یې له لاسي رېړیو د لاوډسپېکرونو اوازونه پورته وي، تاسې خپله فکر وکړئ چې په دغسې یوه وضعیت کې به د انسانانو د غوږونو او اعصابو حالت څنګه وي؟»

هغه زیاته کړه، دا ډېره جدي ستونزه ده، اړوند مسوولین باید د ښاري نظم ساتلو لپاره اقدام وکړي او بې‌ځایه غږونه کنټرول کړي.

د کندهار ښار بل اوسېدونکی بشیراحمد وايي چې تر ټولو ډېر د موټرو غږونو او هارنونو خلک ډېر په تکلیف کړي، باید یوه حل لاره ورته پیدا شي.

دی وايي، موټرچلوونکي او نور هغه کسان چې د غږیزې ککړتیا سبب دي، باید جریمه شي څو نور خلک له دغه ډول کارونو لاس واخلي.

هغه زیاته کړه: «د بې نظمۍ له امله د ښار ډېرې لارې بندې وي، بیا نو موټران هارنونه وهي، په هارن وهلو خو لار نه خلاصېږي، دومره څوک نه وي چې دوی ته ووايي ولې بې ځایه هارنونه وهئ.»

پر همدې مهال روغتیاپالان هم وایي، غږیزه ککړتیا د انسان پر ذهن ډېر منفي اغېز کوي، کله چې انسان په تکراري ډول له غږیزې ککړتیا سره مخ کېږي نو اعصابو ته يې زیان رسېږي او د قهر قوه یې زیاتېږي.

کندهار کې یو ډاکټر عنایت‌الله شریفي په دې اړه وایي: «غږیزه ککړتیا د انسان فکر او حواس ګډوډوي او بیا پر یوه شي تمرکز نه شي کولای، که یو څوک په پر له پسې توګه له غږیزې ککړتیا سره مخ وي نو اعصاب یې زیانمن کېږي، نو ښه دا ده چې له غږیزې ککړتیا لرې و اوسي.»

د کندهار د چاپېریال‌ساتنې ریاست د اطلاعاتو مدیر محمدرحیم بشردوست وايي، په کندهار ښار کې یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې هڅې زیاتې کړې او له ښاروالۍ، ترافیکو مدیریت او نورو ادارو سره ګډ کار کوي څو غږیزه ککړتیا کنټرول شي.

هغه زیاته کړه، د ترافیکو په مرسته یې ټولو موټرچلوونکو ته لارښوونه کړې چې بې‌ځایه هارنونه ونه وهي او دغه راز ډېری هغه جنراټورونه یې له ښاره ټول کړي چې غږیزه او نوره ککړتیا یې جوړه کړې وه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د امارت په راتګ سره په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې خو موږ هم هڅه کوو چې د غږیزې ککړتیا مخه ونیسو، له ښاره لاوډسپيکرونه ټولوو او وخت په وخت د غږیزې ککړتیا مخنیوي په موخه کمپاینونه کوو.»

د کندهار ښار اوسېدونکي وایي، د غږیزي ککړتیا تر څنګ چاپېریال ساتنې ته هم پاملرنه نه کېږي او هوا هم تر پخوا ډېره ککړه شوې چې لاملونه یې کندهار ښار ته نږدې د منګیانو او خښتو کرې، د زړو موټرونو زیاتوالی، په حمامونو کې د ټیرونو او ورته نورو توکو سوځول او نور دي چې باید مخنیوی یې وشي.

Visits: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.