ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار یوه مدرسه کې د چت لوېدو له امله یو ماشوم مړ او ۱۳ نور ټپيان شوي

د کندهار ښار یوه مدرسه کې د چت لوېدو له امله یو ماشوم مړ او ۱۳ نور ټپيان شوي

author avatar
30 Dec 2021 - 15:52
د کندهار ښار یوه مدرسه کې د چت لوېدو له امله یو ماشوم مړ او ۱۳ نور ټپيان شوي
author avatar
30 Dec 2021 - 15:52

کندهار (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار ښار په یوه دیني مدرسه کې د یوه ټولګي د چت لوېدو له امله یو زده کوونکی مړ او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن غرمه د کندهار ښار د ۶مې ناحیې اړوند د نوي ښار په سیمه کې په النوریه خصوصي دیني مدرسه کې شوې ده.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي پژواک ته پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې په دې اړه ډېر نور معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه چې پېښه په یوه خصوصي دیني مدرسه کې شوې ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي او د پېښې عیني شاهد حمزه پژواک خبري اژانس ته وویل، النوریه دیني مدرسه چې لسګونه ماشومان په کې دیني زده کړې کوي، په یو ډېر زاړه کور کې فعالیت لري.

دی وايي، د خونو چتونه په لرګیو پوښل شوي چې ښايي د لوېدو لامل یې هم همدا وي.

ده هم وویل چې په دې پېښه کې یو زده کوونکی مړ شوی او ۱۳ نور ټپيان شوي چې د درملنې لپاره میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه یو جسد او ۱۳ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ټپیانو درملنه پیل شوې چې ډېری یې مخ په ښه کېدو دي خو د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د یادونې ده، تېر کال هم په کندهار ښار کې په یوه دیني مدرسه کې د چت لوېدو په ورته پېښه کې ۵ زده کوونکي مړه او ۸ نور ټپيان شوي وو.

Visits: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.