ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې جګړې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ ۲۴زره کورنۍ بې ځایه کړي

کندهار ښار کې جګړې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ ۲۴زره کورنۍ بې ځایه کړي

author avatar
31 Jul 2021 - 19:04
کندهار ښار کې جګړې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ ۲۴زره کورنۍ بې ځایه کړي
author avatar
31 Jul 2021 - 19:04

کندهار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې جګړه روانه ده چې له امله یې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۲۴ زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي او د جګړې له امله بې ځایه شوي کډوال چې د جګړې دوام سخت ځپلي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې جګړه له کندهار ښاره وباسي څو هغوی د ارام ساه واخلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دغه کډوالې کورنۍ د کندهار ښار د اوو ناحیو (۲، ۳، ۶، ۷، ۸، ۱۳، ۱۵) اوسېدونکي دي، چېرې چې سختې جګړې روانې دي او اوسمهال د ښار امنو سیمو ته کډه شوي دي.

د کندهار ښار د ۷مې ناحیې اوسېدونکی محمد هارون چې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره یې د کندهار ښار د ۵مې ناحیې اړوند په حاجي کیمپ کې پناه اخیستې ده، پژواک خبري اژانس ته وویل، درې اوونۍ کېږي چې په ښار کې جګړه روانه ده او لا پسې غځېږي.

دی زیاتوي، خلک د جګړې دوام ستړي کړي دي او دې ته شېبې شماري چې امنیتي ځواکونه د دوی له سیمو وسله وال وباسي او دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.