کابل (پژواک، ٤ کب ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٦٤٦ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د کب په ٤ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٢٠٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٩ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٦٤٦ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٣ کسان په هلمند، ٤-٤ په هرات او کندهار، ٢ په کاپيسا او ١-١ په کابل، تخار، کندوز، ميدان وردګ، کونړ او نورستان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٨٨٩٥ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٤٣٥ ته ورسېد.
د يادونې ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې ١١٠ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه څه باندې ٨٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي خو له ٢٤٥٠٠٠٠ ډېر يې مړه شوي دي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن