کابل(پژواک,۴کب۹۹ ): له اوږده ځنډ وروسته نن د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاوو د مشرانو او ځینو غړو ترمنځ په دوحه کې ناسته ترسره شوه.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وایي چې دغه ناسته نن ماښام د دواړو لورو ترمنځ په ښه فضا کې ترسره شوه. هغه وايي:(( نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو هيئوتونو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه.))
د نوموړي په خبره, په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي.
په قطر کې د سولې د دویم پړاو خبرو لومړۍ ناسته د روان کال د مرغومي په ۱۷مه ترسره شوې وه , دغه راز د یادو پلاوو د مشرانو یوه ناسته د مرغومي په ۲۸مه شوې وه چې له هغې نېټې تراوسه پورې د دواړو لورو ترمنځ بله ناسته نه وه شوې او د سولې خبرې په ټپه ولاړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن