ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه

افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه

author avatar
23 Feb 2021 - 11:17
افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه
author avatar
23 Feb 2021 - 11:17

کابل (پژواک، ۵ حوت ۹۹): افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق لړۍ نن له کابله پیل شوه او ولسمشر غني په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د دغه واکسین پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه د تېر کال کب میاشتې په ۲۵مه ثبت شوه او تر اوسه  د دې ناروغۍ ۵۵۶۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې ډلې ۲۴۳۵ کسان مړه او ۴۸۸۹۵ نور بېرته روغ شوي دي.

د روان کال د سلواغې په ۱۹مه د هند له خوا مرسته شوي د کرونا ویروس ۵۰۰زره دوزه واکسین کابل ته را رسېدلی دی.

د دغه واکسین د تطبیق لړۍ چې د عامې روغتیا وزارت په خبره، په تطبیق کې به یې لومړیتوب روغتیایي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او د رسنیو کارکوونکو ته ورکړل شي- نن په کابل کې پیل شوه.

د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې یاد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید شو.

نن یوې خبریالې او د امنیتي ځواکونو درېیو کسانو ته یاد واکسین ولګول شول.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه نیول شوو مراسمو کې وویل چې لومړی امنیتي ځواکونو ته د واکسین تطبیق، له دغو ځواکونو سره د حکومت او ملت د ژمنتیا نښه ده.

هغه وویل، ټولو روغتیایي چارواکو ته دنده ورکړل شوې چې دغه واکسین په عادلانه توګه تطبیق کړي.

ده  له کرونا ویروس سره د روغتیایي کارکوونکو مبارزه وستایله، ویې ویل چې روغتیایي کارکوونکي رښتینې اتلان دي او هغوی ثابته کړه چې د امنیتي ځواکونو په شان له ګواښه نه وېریږي.

د ده په وینا، د هغو روغتیاپالانو او ډاکترانو نومونه به په یوه څلي ولیکل شي چې د کرونا ویروس له امله یې ژوند بایللی.

ولسمشر همدا راز وویل چې اوس هم په هېواد کې د کرونا ویروس ګواښونه شته او د دغه ویروس نوي ډولونه د خپرېدو په حال کې دي.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته پام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکتر وحید مجروح په نننۍ غونډه کې وویل، افغانستان وکولی شو چې د نورو پر مخ تللو هېوادونو په شان له کرونا ویروس سره مبارزه په ښه ډول مدیریت کړي.

د عامې روغتیا وزارت د تېرې (سلواغې) میاشتې په ۲۳مه د کرونا ویروس واکسین د تطبیق کولو د پلان له تصویبه خبر ورکړ، ویې ویل چې د هند له یاد ۵۰۰زره دوزه واکسین سربېره به په نږدې راتلونکي کې ۱.۳ میلیون دوزه نور واکسین هم هېواد ته راوړل شي او دغه لړۍ به روانه وي.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.