تر راتلونکو پنځو ورځو په ټول هېواد کې د کرونا واکسین کمپاین پیلېږي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون نړیوالې اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د کرونا واکسین د کمپاین پیلولو خبر ورکړ او وايي چې سږ کال به ۴.۸ میلیون کسانو ته د کرونا او ۶.۹ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شي.













