ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا واکسین سیارې ډلې:  کابل ښاریان د کرونا واکسین له تطبیق سره لږ لېوالتیا لري

د کرونا واکسین سیارې ډلې:  کابل ښاریان د کرونا واکسین له تطبیق سره لږ لېوالتیا لري

author avatar
26 Dec 2021 - 12:41
د کرونا واکسین سیارې ډلې:  کابل ښاریان د کرونا واکسین له تطبیق سره لږ لېوالتیا لري
author avatar
26 Dec 2021 - 12:41

کابل(پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۰): سربېره پر دې چې عامې روغتیا وزارت خلکو ته په جوماتونو او د استوګنې سیمو کې د کرونا واکسین د تطبیق زمینه برابره کړې، خو خلک د واکسین تطبیق ته کم لېواله دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا واکسین وخت د خلاصېدو په حال کې دی، عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې ځانونه واکسین کړي.

د واکسین د تطبیق بهیر د چټکتیا لپاره سیارې ډلې

پژواک خبري اژانس د واکسین د تطبیق له یو شمېر مرکزونو او په جوماتونو کې د واکسینو د تطبیق له سیارو ډلو لیدنه کړې، واکسیناتورانو د واکسین تطبیق ته د خلکو پر نه لېوالتیا اندېښمن دي.

د کابل ښار خیرخانې سیمې په جابر جامع جومات کې د زرمینې په نوم یوې واکسیناتورې پژواک ته وویل: ((له تېرو درېیو ورځو راهیسې دلته راځو خو تر ننه مو له ۷۰ کم کسانو ته واکسین تطبیق کړی، خیرخانه کې نفوس ډېر دی، موږ فکر کاوه چې لاس به مو ورته ونه رسېږي او هره ورځ به لسګونه کسان د واکسین تطبیق په موخه راځي.))

د نوموړې په خبره، سیارې ډلې معمولا د سهار له ۹ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو خلکو ته واکسین تطبیق کوي.

د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند سفید خواجه جومات کې د نجات عیار په نوم واکسیناتور هم وايي چې مراجعین یې لږ دي.

د ده په خبره، په تېرو درېیو ورځو کې د ښځو او نارینه وو په ګډون نږدې ۱۰۰ کسان دغه جومات ته د واکسین لپاره راغلي دي.

نوموړی زیاتوي: ((لومړی چې کرونا واکسین راغلي و د تطبیق پر مرکزونو یې دومره بیروبار و چې اصلا مو د ډوډۍ خوړلو لپاره وخت نه درلود، اوس په هر مرکز کې ټول کارکوونکي له سهار تر ماښامه بېکاره دي.))

هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې واکسین وکړي، څو دوی او کورنۍ یې د کرونا وژونکې ناروغۍ پر وړاندې معافیت ترلاسه کړي.

د عبدالواسع سعید په نوم د کابل ښار کلوله پشتې سیمې اړوند ادریس (ع) جومات ملاامام پژواک ته وویل، په وروستۍ یوه میاشت کې د کرونا سیارې ډلې خلکو ته د کرونا واکسین د تزریق لپاره دوه ځله دغه مسجد ته راغلې دي.

هغه د دې په روښانولو چې یو شمېر ښځې او نارینه د کرونا واکسین تطبیق لپاره راغلي، خو د سیمې نفوس ته په کتو ډېری خلک د بېلا بېلو لاملونو له وجې د کرونا واکسین تطبیق ته نه حاضرېږي.

نوموړی وايي، د اسلام مبارک دین له نظره د کرونا واکسین تطبیق هیڅ ستونزه او شرعي ممانعت نه لري، له دې امله باید خلک د ځان او کورنیو د خوندیتوب لپاره واکسین وکړي.

خلک: د کرونا وخت خلاص شوی، ولې واکسین وکړو

پژواک له یو شمېر خلکو سره په دې اړه چې ولې د کرونا واکسین تطیبق ته لېوالتیا نه لري خبرې کړې، دوی په دې اړه بېلا بېل نظرونه وړاندې کړي.

د کابل ښار کمپنۍ سیمه کې د چهاردهي سنټر مسوول مطیع الله عظیمي وايي چې یوه اوونۍ مخکې د واکسیناتورانو یوه ډله د کرونا واکسین د تطبیق لپاره کمپنۍ کې د چهاردهي سنتر جومات نه راغلل.

هغه وویل: ((راغلي ټیم څو ځله خلکو ته اعلان وکړ چې پر کرونا د اخته کېدو د مخنیوي لپاره واکسین وکړي، خو څوک نه حاضرېدل، ډېر کم کسان راغلل، زه فکر کوم هغوی هم هغه ځوانان وو چې بهر ته تلل او د کارت ترلاسه کېدو لپاره یې واکسین وکړ.))

نوموړي چې خپله یې هم واکسین نه دی کړی وايي: ((کرونا خلاصه شوه، یوه پروژه وه، لاړه په خپل کارپسې، ولې ځان بلا ته ورکړو او واکسین وکړو، چا چې تطبیق کړی له تبې او ځان دردۍ یې ساه ووته.))

د احمد ولي په نوم د کابل ښار اوسېدونکی چې د کیلې پلورلو کراچۍ لري پژواک ته وویل، تر اوسه یې واکسین نه دی تطبیق کړی.

هغه زیاته کړه: ((مرګ د الله (ج) له طرفه دی، که د انسان وخت پوره شي، کرونا واکسین یې مخه نه شي نیولای، له همدې امله ما واکسین نه دی کړی او نه یې کوم.))

په ورته وخت کې د کابل ښار کمپنۍ بازار کې د ذکرالله په نوم دوکاندار وویل: ((د کرونا واکسین مې ځکه نه دی تطبیق کړی، چې که الله (ج) ونه غواړي کرونا هیڅ کار نه شي کولای.))

نوموړی وايي، د کرونا واکسین ټیم راغلی و، یو شمېر دوکاندارانو واکسین وکړ، خو زما په ګډون ډېری نورو ځان ته دغه واکسین تطبیق نه کړل.

د هغه په خبره، د کرونا ناروغي او واکسین یې د امریکا او تېر حکومت پروژه وه، ټول شاهدان دي چې د دوی په تېښته سره کرونا هم ورکه شوه.

د خیرخانې اوسېدونکې کریمه نوري وايي: ((دوی لېونیان دي، کرونا له کومه شوه، کرونا هیڅ نشته او تر اوسه زموږ د کورنۍ هیڅ غړی پرې نه دی اخته شوی او باور پرې نه لرو.))

هغې کرونا یوه پرورژه وبلله او ویې ویل، د مرستو ترلاسه کولو لپاره یې د دروغو شمېرې خپروي.

خو د کابل ښار د قصبې اوسېدونکې اسما عزیزي جوماتونو ته د کرونا وکسین د تطبیق سیارو ډلو راتګ وستایه او ویې ویل، دې او ټولې کورنۍ یې په نږدې جومات کې واکسین تطبیق کړی دی.

هغه وايي، سیارو ډلو جوماتونو کې د ښځو او نارینه وو لپاره جلا ځایونه په نظر کې نیولي، ښځې کولای شي په راحت فکر واکسین تطبیق کړي.

د طبي چارو پوهانو له خوا د کرونا واکسین تطبیق ته د خلکو هڅول

په امیري کمپلیکس روغتون کې د عمومي داخلې او تنفسي ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالصبور بصیرت د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق ګټور وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونې په اساس هغه کسان چې عمر یې تر ۱۸ کلونو لوړ دی باید واکسین شي.

د ده په باور، هغه کسان چې له ۱۲ تر ۱۸ کلونو عمر لري هم باید واکسین ترلاسه کړي.

نوموړي د دې روغتون کرونا څانګې ته د مراجعینو د شمېر د پام وړ کمېدو خبر ورکړ او ویې ویل، مخکې هره ورځ ۵۰ ناروغان روغتون ته راتلل، خو اوس یې شمېر درېیو کسانو ته کم شوی دی.

د روغتیايي چارو دغه پوه د کرونا واکسین تطبیق، له ماسک څخه استفاده او ټولنیز واټن مراعاتول د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي برخه کې مهم بولي او له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي، څو ځان او شاوخوا کسان له دې وژونکې ناروغۍ وژغوري.

د نوموړي په خبره، عامې روغتیا وزارت باید د کرونا اړوند عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې په دې اړه د خلکو عامه پوهاوی ډېر کړي.

د وهاج روغتون رییس محمد هاشم وهاج هم د کرونا نارغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دې ناروغۍ واکسین ګټور وباله، خو ویې ویل، دغه روغتون ته پر کرونا د اخته او شکمنو مراجعینو شمېر ډېر کم شوی دی.

څلور میاشتې مخکې عامې روغتیا وزارت ویلي و چې افغانستان د کرونا ۴۲ میلیون دوز واکسین ته اړتیا لري چې تر هغه مهاله یې د کرونا واکسین درې محمولې (۵۰۰ زره دوزه د هند واکسین، ۴۶۸ زره دوزه د کواکس (نړۍ کې د واکسین همغږۍ بنسټ) واکسین او ۷۰۰ زره دوزه د چین واکسین) ترلاسه کړي وو.

دغه راز امریکا هغه مهال افغانستان کې د کرونا ویروس د نوې نوعې (دلتا) د پراختیا د مخنیوي لپاره ژمنه کړې وه چې د کرونا واکسین د جانسیون درې میلیون دوزه واکسین به د افغانستان خلکو په واک کې ورکړي، چې د روان کال د چنګاښ په ۱۸ مه یې نږدې ۱.۵ میلیون دوزه واکسین افغانستان ته وسپاره.

هغه مهال د افغانستان له ټول اټکلي نفوس (۳۷ میلیون کسان) څخه تر یو میلیون ډېر کسانو واکسین ترلاسه کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو راهیسې تر ۱۵۶ زره ډېر کسان پر کرونا اخته او ۷۲۸۰ کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

Visits: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.