منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراه کې د کرونا واکسین کمپاین پيل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۹ کتنې

فراه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کرونا ضد واکسین شل ورځنی کمپاین پيل شو.

د فراه د عامې روغتيا ریاست د واکسین امر ډاکټر نجم‌الدین بشیري پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرونا واکسین شل ورځنی کمپاین پيل شو.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې په ټاکلو ولسوالیو کې هیڅوک د واکسین له دغه کمپاین څخه بې‌برخې پاتې نه شي.

خو نوموړي وویل چې پشترود، ګلستان او پرچمن ولسوالۍ دا ځل په پلان کې نه دي نیول شوې او په وینا يې، هلته به په راتلونکي کې د واکسین کمپاین ترسره شي.

د بشیري په خبره، د کرونا واکسین دغه کمپاین په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې پيل شوی او شل ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د واکسین ټیم کسان به هر جومات ته ورځي او خلک به واکسینوي.

نوموړي د جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د خلکو په عامه پوهاوي کې دې مرسته ورسره وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا