ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان او بادغیس کې د کرونا واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

جوزجان او بادغیس کې د کرونا واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

قلعه‌نو او جوزجان (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د بادغیس او جوزجان مسوولین په دغو ولایتونو کې د کرونا واکسین د تطبیق د پیلېدو خبر ورکوي او له اوسېدونکو یې غواړي چې د دغې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې ځان واکسین کړي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره – چې له تېرو دوو کلونو زیاته موده کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه وګړي پرې اخته او سلګونه زره یې له امله مړه شوي – د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ډاکټرانو او طب پوهانو هڅه وکړه څو دې ناروغۍ ته درمل او واکسین کشف کړي چې په پایله کې ځیني هېوادونه وتوانېدل د کرونا د مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړي.

په بادغیس کې د کرونا واکسین د تطبیق پیلېدل

د بادغیس دعامې روغتیا رییس مولوي محمداصف قانت پژواک خبري اژانس ته وویل، د واکسین ټيمونو نن (یکشنبه) رسماً د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د کرونا واکسین تطبیق پیل کړل.

د نوموړي په خبره، د کرونا واکسین د تطبیق دغه پروګرام به په ټول ولایت کې تریوې میاشتې پورې دوام ولري.

هغه زیاتوي، ټاکل شوې چې په دغه کمپاین کې له ۱۸ کلنۍ پورته ښځې او نارینه د کوویډ-۱۹ ضد واکسین ترلاسه کړي.

سرچینې یادونه وکړه، د دې لپاره چې ښځې هم د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړي، نو د واکسین ټیمونو کې ښځينه واکیسناتورانې هم شاملې دي.

خو هغه د بادغیس له خلکو هم تمه لري، څو د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړي او ځانونه له یادې وژونکې ناروغۍ خوندي وساتي.

قانت وایي: «د دغه کمپاین موده یوه میاشت ده او دغه کمپاین د ټولو خلکو لپاره دی او د ولایت او ولسوالیو په کچه تر سره کېږي. له خلکو مو هیله دا ده، څو ځان واکسین کړي چې له دغې وژونکې ناروغۍ څخه خوندي وي.»

له بلې خوا، د بادغیس خلک په دغه ولایت کې د دغه پروګرام له پېلېدو هرکلی کوي.

د یاد ولایت یو اوسېدونکی عبدالباقي وایي، دا چې کرونا یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ګڼل کېږي؛ د ټولنې ټول وګړي باید په دغه کمپاین کې ګډون وکړي او د کرونا ضد واکسین تر لاسه کړي.

هغه یادونه کړه، د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره باید د ټولنې ټول خلک په دې کمپاین کې همکاري ولري.

عبدالباقي وویل: «موږ د کرونا ضد واکسین د کمپاین له پروګرامه ملاتړ کوو او له خلکو غواړو چې په دغه کمپاین کې ځان واکسین کړي څو دغه ناروغي په ټولنه کې کمه شي.»

په جوزجان کې د کرونا واکسین د تطبیق پروګرام پیلېدل

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالغني صمیم وایي، په دغه کمپاین کې به د دغه ولایت ۱۰۰زره هغه ښځې او سړي چې له ۱۸ کلونو پورته وي، واکسین شي.

هغه زیاته کړه: «دغه کمپاین د ۳۳ ټیمونو له خوا تطبیق کېږي چې هر ټيم له پنځو ښځو او پنځو سړیو جوړ دی او د ۱۳ سوپروایزرانو او د عامې روغتیا د کتلوي معافیت څانګې د مسوولینو له خوا مدیریت کېږي.»

د نوموړي په خبره، د واکسین د تطبیق لړۍ د سیمې په جوماتونو کې تر يوې میاشتې پورې عملي کېږي، څو هيڅوک په کلیو کې له واکسینه پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه، خلکو ته د سیارو روغتیايي ټیمونو له خوا وار له مخې د واکسین د تطبیق د اهمیت په اړه پوهاوی  ورکړل شوی دی.

په دغه حال کې، د شبرغان د «یکه باغ» کلي یو اوسېدونکی عبدالصمد وایي: «په سیمو کې د کووېډ-۱۹ واکسین د تطبیق لړۍ یو ښه کار دی او ما نن ځان واکسین کړ.»

هغه وویل: «د واکسین په اخیستو سره لږ تر لږه د دغه ویروس له احتمالي خطراتو څخه خوندي پاتې کېږم او ټولو هېوادوالو ته تجویز کوم چې ځان واکسین کړي.»

نوموړي وویل، تېر کال یې د کورنۍ دوه غړي پر کرونا اخته شوي وو چې ډېر درد یې وایست.

دغه کس وایي: «دا چې عامې روغتیا دا زمینه برابره کړې، واکسین یې سیمو ته راوړی نو باید له هغه نه استفاده وشي.»

د شبرغان ښار د شینکوټ کلي یوه اوسېدونکي محمدشریف وویل: «ما تېر کال د کرونا درد تجربه کړی نو له همدې امله نن غواړم چې ځان واکسین کړم؛ نن د واکسیناتورانو ډله زموږ کلي ته راغلې، ښځې او سړي په وړیا ډول واکسینوي.»

د شبرغان ښار د کووېډ- ۱۹ روغتون سرویلانس ډاکټر خالص قادري وایي، د روان کال له پیله تر اوسه دغه روغتون ۲۸۳۱ کسانو د معاینو لپاره مراجعه کړې ده.

هغه زیاته کړه، له دې ډلې د ۱۵۳ یې مثبتې پېښې او د نورو یې منفي وې.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.