جلال اباد (پژواک، ۶ کب ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو په رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کې پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، د چاودنې ځای کې بل ماين هم ځای پر ځای شوی و، خو پوليسو کشف او چاودنه يې ورکړې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د کب په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، نن مازيګر شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پول ته څېرمه د موټر شويانو سيمه کې د پوليسو په يو رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، د چاودنې له امله درې پوليس سرتېري ټپيان او موټر هم تخريب شوی دی.
بلخوا د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل، د چاودنې له ځايه ورته پنځه ټپيان ور وړل شوي چې ټول نظاميان دي.
د ده په وینا، د يو ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې يوه عيني شاهد ميرويس پژواک ته وويل چې سيمه کې يې د دوو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د ننګرهار د قوماندانۍ وياند وايي چې دويمه چاودنه په سيمه کې د ځای پر ځای شوي ماين وه چې پوليسو کشف کړی و.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP