کابل (پژواک، ۶ کب ۹۹) : امریکا د افغانستان له ملي دفاع وزارت سره د ۶۴۰ عرادو پوځي وسایطو مرسته وکړه.
د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ۶مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسایط نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې مسوولینو ته وسپارل شول.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل ویل چې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لري، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتېژۍ پر بنسټ ملي اردو ځواکونه په نوو پوځي تجهیزاتو مجهز شي.
د ملي دفاع وزارت د ټکنالوجۍ د تامیناتو او لوجستیک مرستیال عبدالله رقیبي وایي چې له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والي او ټينګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي.
د ملي دفاع وزارت وایي، په دغو وسایطو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رېنجرې، ۲۳ امبولانسونه او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي.
سرچینې زیاته کړې چې دا وسایط به ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.