Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان پوځ: دا هیڅ امکان نه لري چې طالبان دې بیا پر کابل واکمن شي

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۹) : د پاکستان پوځ وایي چې دوی هیڅ کله پر افغانستان د وسله والو طالبانو د بیا واکمنېدلو ملاتړ نه کوي.

د  پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر رییس او ویاند تورنجنرال بابر افتخار دغه څرګندونې له بي بي سي اردو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، پاکستان په هره بیه چې وي په افغانستان کې سوله غواړي او په دې برخه کې یې له خپل لوري چې څه یې له وسه پوره و، کړي دي.

هغه ویلي، په دې برخه کې پاکستان له خپل نفوذ څخه هم کار اخیستی او اوس افغان مشران هم دا مني چې پاکستان په سوله کې مهم رول لوبولی دی.

د نوموړي په وینا، دا افغانستان د راتلونکي نظام، حکومت او نورو پرمختګونو په اړه باید په خپله افغانان او حکومت پرېکړه وکړي.

ده زیاته کړه : (( زموږ یوه موخه ده او هغه تلپاتې سوله ده .))

د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې په افغانستان کې باید په هیڅ ډول د قدرت خلا رامنځته نه شي .

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او هلته د وسله والو طالبانو د بیا راتګ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال افتخار ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې نه دی، پاکستان هم اوس بدل شوی دی، دا هېڅ امکان نه لري چې طالبان یو ځل بیا پر کابل واکمن شي او پاکستان یې ملاتړ وکړي، نه دا هیڅکله نه کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.