ايبک (پژواک، ٩ کب ٩٩): په سمنګان ولایت کې څو ورځې وړاندې واوره و اورېده چې د بادامو ۹۰ سلنه باغونه یخ وهلي او بڼوال یې سلګونه میلیونه افغانۍ زیانمن کړي دي.
د سمنګان ځيني باغ لرونکي وایي چې هر کال په سلګونه ټنه بادام پلوري او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي؛ خو دوه ورځې مخکې یې واورې د بادامو ټول باغونه یخ وهلي دي.
د سمنګان د مرکز ایبک ګل قشلاق کلي یوه ۴۱ کلن باغ لرونکي امرالله پژواک ته وویل: «د بادامو ټولو ونو ګل کړی و، واوره وشوه، ګل ټول یخ وواهه.»
هغه زیاته کړه، د بادامو تر ۲۰۰ ډېرې ونې لري او تېر کال یې ٢٣٥ منه حاصل ترې اخیستی او له پلور څخه یې نږدې پنځه سوه زره افغانۍ ترلاسه کړې وې؛ خو سږ کال یې باغ یخ وواهه او ناهیلی شوی دی.
د سمنګان د ایبک ښار لرغان کلي یوه ۶۶ کلن بڼوال حاجي ضیاء چې تېر کال یې د باغ له حاصلاتو ۶۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې وې، هم وویل چې دوه ورځې مخکې واورې ورېدو یې د بادامو له باغه د حاصلاتو اخیستو هیله له منځه وړې ده.
هغه زیاته کړه چې وروستۍ واورې ورېدو یې د بادامو حاصلاتو ترڅنګ د زردالو حاصلات هم له منځه وړي او وایي چې سږ کال به له خپلو باغونو هېڅ حاصل ترلاسه نه کړي.
بلخوا د سمنګان د کرنې رییس محمد رحمان ارغندیوال د بڼوالو څرګندونې تاییدوي او وایي: «د تېرې اووني واورې ورېدو پر مهال هوا منفي ۶ درجې سړه وه، نو له همدې امله غوړېدلې غوټۍ له منځه تللې خو هغه غوټۍ چې نه وې غوړېدلې، دومره یخ نه دي وهلې.
هغه زیاته کړه، د دوی د شمېرو له مخې، سمنګان په مرکز، حضرت سلطان او خرم سارباغ ولسوالیو کې پر ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه د بادامو باغونه شته چې باغ لرونکو له دوه زره ټنه ډېر حاصلات ترې اخیستل.
ارغندیوال وویل چې که ۷ کیلو بادام په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدای، باغ لرونکو به راتلونکی اوړی د هغو د پلور له درکه تر ۵۰۰ میلیونه ډېرې افغانۍ ترلاسه کړې وې.
هغه څرګنده کړه چې د ولایت له بېلابېلو سیمو د دوی د تخنیکي کارکوونکو څېړنو له مخې، د هوا سړوالي له امله د بادامو ۹۰ سلنه حاصلات له منځه تللي چې د سمنګان بڼوالو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
سیمه ییز مسوولین وایي چې د کیفیت له مخې، په هېواد کې د سمنګان بادام لومړی ځای لري چې د ستار یابي، قمبري، قهار بای، شکور بای، مروجي، کاغذي، صندوقي او سنګک په نومونو یادېږي چې یوه کیلو یې په بازاد کې له ۱۵۰ تر ۷۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د هغوی په وینا، دغه وچه مېوه د پستې او چهارمغزو ترڅنګ د دغه ولایت له عمده محصولاتو ده چې نه یوازې د هغو له پلوره باغ لرونکي هر کال میلیونونه افغاني ترلاسه کوي، بلکې زیات شمېر کسبګر د هغو له پېر او پلور څخه د خپل ژوند چارې پر مخ وړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP