Language

پل علم (پژواک، ١٠ کب ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله الو يو انجنير پر ډزو وژلى دى.

په لوګر کې يوې امنيتي سرچينې د کب په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د محمداغې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې ناپېژانده وسله والو يو انجنير پر ډزو وژلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،ياد کس شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د کندهار پوهنتون د انجنيرۍ له پوهنځي څخه فارغ شوى و.

ده وويل چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

login or register a new account.