منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې يو انجنير وژل شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې · تازه شوی

پل علم (پژواک، ١٠ کب ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله الو يو انجنير پر ډزو وژلى دى.

په لوګر کې يوې امنيتي سرچينې د کب په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د محمداغې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې ناپېژانده وسله والو يو انجنير پر ډزو وژلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،ياد کس شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د کندهار پوهنتون د انجنيرۍ له پوهنځي څخه فارغ شوى و.

ده وويل چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې وژل شوى انجنير عبدالباري احساس نومېده.

ده هم وويل چې د انجنيرۍ له پوهنځي څخه فارغ شوى و خو تر اوسه يې رسمي دنده نه درلوده.

بل لورته د لوګر امنيتي مسوولينو او د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه