Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دفاع وزارت: له بالا مرغاب څخه د ملي اردو مرکز بلې سیمې ته ولیږدول شو

کابل (پژواک ۱۱ کب ۹۹):د  ملي دفاع وزارت وایي چې له پراخه ارزونو وروسته د باغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د «خالد» په نوم مرکز له یادې سېمې څخه بلې سېمې ته ولیږدول شو.

دغه وزارت نن د کب په ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دې مرکز شتون د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره له ستراتیژیک پلوه ارزښت نه درلود او له بل طرفه، اډژ  ته د تګ را تګ لاره نا مناسبه وه، چې پر وخت او موقع سره د یادې پایګاه د ځواکونو اکمال او تجهیز ستونزمن وو.

سرچینې زیاته کړې ملي اردو ځواکونه به له نوې جوړې شوې پوځي اډې څخه خپل محاربوي فعالیتونه او عملیات په ښه توګه تنظیم او تر سره کړي، چې د بادغیس د اوسیدونکو د ځان او مال ساتنې په برخه کې به اغیزمن تمام شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.