کابل (پژواک، ١١ کب ٩٩): ولسمشر غني د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د افغان سولې او په دې اړه د راتلونکو ګامونه په اړه غږېدلی دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي، دغه لیدنه چې په ارګ کې ترسره شوې، دواړو اړخونو د افغان سولې په راتلونکو ګامونو او ګړندیوالي خبرې کړې دي.
ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې بهیر لپاره د داخلي اجماع او سیمه ییزې او نړیوالې ډېپلوماسۍ په اړه خوښي ښودلې او په افغانستان کې یې د سولې ټینګښت په اړه د امریکا له اغېزمن رول څخه ډاډ ښودلی دی.
د پژواک د یوه راپور له مخې، د افغان سولې په مهم پړاو کې زلمي خلیلزاد کابل او دوحې ته بیا سفر پیل کړی چې د سولې بهیر او سیاسي حل په اړه به له دولتي چارواکو، مذاکراتي پلاوي، طالب استازو او سیمې هېوادونو سره خبرې اترې ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خلیلزاد یوه موخه د دوامدار او هر اړخيز اوربند ټینګښت دی.