ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د اين ټي اې معاشونه يواځې تر وري مياشتې دوام کوي

ولسمشر: د اين ټي اې معاشونه يواځې تر وري مياشتې دوام کوي

author avatar
2 Mar 2021 - 16:45
ولسمشر: د اين ټي اې معاشونه يواځې تر وري مياشتې دوام کوي
author avatar
2 Mar 2021 - 16:45

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٩): ولسمشر غني ماليې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د NTA پروسې ته دې په اوسني ډول يوازې د وري مياشتې تر پايه دوام وکړي.

له ارګ څخه د کب په ١٢مه، پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دواړه مرستيالان هم موجود وو، د NTA معاشونو په ارزونې او په بازارونو کې د لومړنيو خوراکي توکو د بيو زياتوالي لپاره پر حل لارو بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د حکومت په کچه د NTA معاشونو د ارزونې راپور وړاندې کړ.

هغه زياته کړه، د دندو تعريف او د وضاحت نشتوالی تر ټولو لويه ستونزه ده او د لوړو معاشونو د اصلاح دغه سيستم بايد په تدريجي ډول تطبيق او ترې سپما شوې پيسې به د ټيټ رتبه مامورينو په معاشونو کې زياتې شي.

د ولسمشر دويم مرستیال سرور دانش وویل، د خلکو یوه عمده غوښتنه دا ده چې د واضح میکانېزم له لارې معاشونه سره ورته شي.

نوموړي وړاندیز یې وکړ چې یاده پروسه دې زمان بندي او په تدریجي ډول تطبیق شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو هم په خپلو وزارتونو او ادارو کې د NTA معاشونو د ارزونې پروسې ملاتړ وکړ، خو د ځینو تخنیکي دلایلو له امله یې د یوه واضح میکانېزم رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، ترڅو په تخنیکي او اړتیا وړ بستونو کې یې یوه برخه وساتل شي.

د سرچينې په وينا، ولسمشر غني د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د وزارتونو او ادارو د بشري ظرفیت واضح تعریف باید رامنځته او معلوماتي او مدیریتي سرمایه څرګنده شي.

همداراز هغه ټینګار وکړ چې د NTA هر بست باید په نتایج محوره قرارداد بدل شي.

ولسمشر مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د NTA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.