کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٩) : د زمبابوې کرکټ لوبډلې د لومړۍ ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ ١٣٥ منډې وکړې او پر افغانستان وړاندې شوې ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ټسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن د کب په ١٢مه، د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې پيل شوه.
د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغانستان په دې لوبه کې درېيو نويو لوبغاړو عبدالواسع، عبدالمالک او منير کاکړ ته چانس ورکړى دى.
د افغانستان ملي لوبـډله د دې پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ تر غرمې وروسته په ١٣١ منډو وسوځېدله او هېڅ يوه لوبغاړي د زمبابوې د توپ اچوونکو سمه مقابله ونه شوه کړاى.
عبدالمالک صفر، ابراهيم ځدراڼ ٣١، رحمت شاه ٦، منير احمد کاکړ ١٢، حشمت الله شهيدي ٥، افسر ځاځي ٣٧، اصغر افغان ١٣ ، عبدالواسع ٣، امير حمزه ١٦، يمين احمدزي يوه او ظاهر خان صفر منډې وکړې.
د زمبابوې لوبډلې نن د لومړۍ ورځې تر پايه پورې په ٤٧ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ١٣٣ منډې کړې وې.
د افغانستان له لوري امير حمزه ٤ او يمين احمدزي يو لوبغاړى سوځولي دي.
د افغانستان په لوبډله کې ابراهيم ځدراڼ، عبدالمالک، رحمت شاه، منير کاکړ، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځى، يمين احمدزى، ظاهر خان، امير حمزه او عبدالواسع شامل دي.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن