ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لومړۍ ټسټ لوبه کې د زمبابوې لوبډله له افغانستانه مخکې ده

لومړۍ ټسټ لوبه کې د زمبابوې لوبډله له افغانستانه مخکې ده

author avatar
2 Mar 2021 - 18:51
لومړۍ ټسټ لوبه کې د زمبابوې لوبډله له افغانستانه مخکې ده
author avatar
2 Mar 2021 - 18:51

کابل  (پژواک، ١٢ کب ٩٩) : د زمبابوې کرکټ لوبډلې د لومړۍ ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ ١٣٥ منډې وکړې او پر افغانستان وړاندې شوې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ټسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن د کب په ١٢مه، د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې پيل شوه.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغانستان په دې لوبه کې درېيو نويو لوبغاړو عبدالواسع، عبدالمالک او منير کاکړ ته چانس ورکړى دى.

د افغانستان ملي لوبـډله د دې پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ تر غرمې وروسته په ١٣١ منډو وسوځېدله او هېڅ يوه لوبغاړي د زمبابوې د توپ اچوونکو سمه مقابله ونه شوه کړاى.

عبدالمالک صفر، ابراهيم ځدراڼ ٣١، رحمت شاه ٦، منير احمد کاکړ ١٢، حشمت الله شهيدي ٥، افسر ځاځي ٣٧، اصغر افغان ١٣ ، عبدالواسع ٣، امير حمزه ١٦، يمين احمدزي يوه او ظاهر خان صفر منډې وکړې.

د زمبابوې لوبډلې نن د لومړۍ ورځې تر پايه پورې په ٤٧ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ١٣٣ منډې کړې وې.

د افغانستان له لوري امير حمزه ٤ او يمين احمدزي يو لوبغاړى سوځولي دي.

د افغانستان په لوبډله کې  ابراهيم ځدراڼ، عبدالمالک، رحمت شاه، منير کاکړ، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځى، يمين احمدزى، ظاهر خان، امير حمزه او عبدالواسع  شامل دي.

 

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.