جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله يوه ډاکټره وژل شوې او يو ماشوم ټپي شوى دی.
چارواکي وايي، دغې ډاکټرې د جلال اباد حوزوي روغتون په نسايي او ولادي څانګه کې دنده درلوده.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر د کب په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار اووه نيمې بجې دجلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند ګولاي عربانو سيمه کې په يوې ريکشا باندې د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنه کې د جلال اباد د حوزوي روغتون يوه ډاکټره وژل شوې ده.
د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل چې چاودنه کې د دغه روغتون د نسايي او ولادي څانګې يوه ډاکټره وژل شوې او يو لاروی ماشوم هم ټپي شوی دی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن