ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي په کابل کې لاريون پيل کړ

حزب اسلامي په کابل کې لاريون پيل کړ

author avatar
5 Mar 2021 - 10:48
حزب اسلامي په کابل کې لاريون پيل کړ
author avatar
5 Mar 2021 - 10:48

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۹): په کابل کې د ګلبدين حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي ګوند سلګونو پلويانو نن سهار په کابل کې لاريون پیل کړ.

د پژواک خبريال وايي، دوی چې په دارالامان سيمې کې راټول شوي وو، اوسمهال (د سهار لس بجې) د دهمزنګ په لوري روان دي او ويل کيږي چې تر پښتونستان واټ پورې ځي.

ده زياته کړه، د لاريون له پيلېدو څخه څه وخت وروسته په خپله حکمتیار هم را ورسېد او له لاريون والو سره يو ځای شو.

لاريون وال د «زموږ هدف سوله، زموږه غږ سوله» او «مرګ د ملت پر قاتلينو، مرګ پر غدارو واکمنانو او مرګ د علماوو پر دښمنانو» شعارونه ورکوي.

تېره ورځ (پنجشنبه) د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په خبري ناسته کې په کابل کې د جمعې په ورځ د د خپل ګوند د پلويانو له لوري د يوه ستر لاريون د ترسره کولو خبر ورکړی و.

ده زياته کړې وه، پر دغو لاریونونو يې ډېر کار کړى او په دې تړاو يې له شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو سره غونډې کړې دي.

هغه په دې باندې په ټينګار سره چې که يې غوښتنې ونه منل شي، په کابل او ولایتونو کې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي، ويلي و: “څوک چې د اوږدې جګړې حوصله لري، هغوی کولای شي پرله پسې لاریونونه هم ترسره کړي.”

د ده په وينا، د لاریونونو لړۍ به تر هغه پورې روانه وي، څو په هېواد کې اوسنى دردناک وضعیت، جنګ، ناامني، هدفي ترورونه او اوسنی خونړی بحران پای ته ورسېږي.

دی وايي: “دولت راته دروغ ویلي او فریب یې راکړى، موږ ډېره حوصله وکړه، نن مجبوره شوي یو او که څوک بديله لار لري چې هېواد له دې حالت څخه وباسى، راته دې وښيي.”

د هغه په خبره، ارګ باید د غدر لار پرېږدي او له حزب اسلامي سره دې کړې معاهده په بشپړه توګه عملي کړي او د دوی ټول بندیان دې ازاد کړای شي.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.