ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي سره پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې

خلیلزاد په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي سره پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې

author avatar
5 Mar 2021 - 21:50
خلیلزاد په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي سره پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې
author avatar
5 Mar 2021 - 21:50

کابل( پژواک,۱۵کب۹۹): په قطر کې یوه باوري سرچینه وایي چې خلیلزاد د دولت له مرکچي پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې د قطر مذاکرات باید تقویه, چټک او ملاتړ یې وشي .

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د کب په ۱۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې زلمي خلیلزاد پرون د پلاوي د رییس معصوم ستانکزي او غړو سره ولیدل.

خو هغې ددې لیدنې جزییات ورنه کړل.

بلخوا د پلاوي يوه بل غړي د نوم نه خپرېدو پژواک ته وویل چې دوی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ماښام په دوحه کې سره لیدلي دي.

سرچینې وویل:(( له خلیلزاد سره یې مجلس ډېر زیات ګټور و.))

ده زیاته کړه , په افغانستان کې څه ډول چې د سولې پروسې په اړه اندېښنې دي هغه ډول کومه خبره نه شته او خلیلزاد له دوی سره کومه طرحه نه ده شریکه کړې.

سرچینې زیاته کړه, خلیلزاد له دوی سره په ناسته کې وویل چې باید د سولې په اړه سیمه ییزه اجماع نوره هم پیاوړې او چټکوالی پیدا کړي.

د هغه په وینا, خلیلزاد ورته ویلي چې د سولې پروسه کې باید د ملګرو ملتونو رول زیات کړل شي ترڅو دغه پروسه په قوت سره پرمخ لاړه شي.

سرچینه وایي چې خلیلزاد ډاډ ورکړی چې دوی د قطر د خبرو ملاتړ کوي,ورسره دي, باید قوي او چټکې شي.

زلمی خلیلزاد تېره دوشنبه د مشارکت ملي په ګډون له یوې نوې طرحې سره چې د راتلونکي حکومت او سولې پروسې د ګړندي کولو په اړه په کې نوي وړاندیزونه موجود و, کابل ته راغی.

نوموړي په کابل کې درې ورځې تېرې کړي چې د ولسمشر غني په ګډون عبدالله, پخواني ولسمشر حامدکرزي, له یو شمېر جهادي او نورو سیاستوالو سره بېلابېلې لیدنې درلودې او هغه یې هیله بښوونکې ګڼلې دي.

خلیلزاد تېره پنجشنبه له طالبانو سره د یادې طرحې د شریکولو په موخه قطر ته لاړ او ټاکل شوې د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

داسې ویل کیږي چې کېدای شي د امریکا په ملاتړ, د ملګرو ملتونو د سیمې او نورو اغېزلرونکو هېوادونو په هڅو او ګډون په ترکیې هېواد کې د لومړۍ درجه افغان مشرانو او سیاستوالو په ګډون د بون کنفرانس ته ورته یو کنفرانس جوړ شي چې د افغانستان قضیې ته یو نوی سیاسي حل پیدا کړي.

Views: 320

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.