Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند یوه ګذر وکيل وژل شوی

جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه کې د دغه ښار اوومې ناحیې اړوند یوه ګذر وکیل وژل شوی دی.

چارواکي وايي، محمد هاشم همدرد له کوره ښار ته پر لاره و چې پر موټر يې چاودنه وشوه.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د کب په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند د سبزاباد په سيمه کې پر يو شخصي موټر چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې قومي مشر محمد هاشم همدرد ټپي او روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر وايي چې ملک هاشم د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړې ده.

د اوومې ناحيې يوه اوسېدونکي ميرويس پژواک اژانس ته وويل چې محمد هاشم همدرد د اوومې ناحيې اړوند د ظلم اباد کلي د ګذر وکيل و.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ په دغه ولايت کي په درېيو بريدونو کې د يو خصوصي ټلوېزيون درې کارکوونکې او يوه ډاکټره ووژل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.