Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د نفتي توکو درې زېرمې او درې موټر سوځېدلي

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۹): د افغانستان مالیې وزارت وايي چې تېره ورځ د فراه ولایت په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د اورلګېدنې له امله د نفتو درې زېرمې او درې موټر سوځېدلي دي.

دغه اورلګېدنه تېره ورځ غرمه مهال له ایران سره پر پوله د شیخ ابو نصر فراهي په بندر کې رامنځته شوه.

مالیې وزارت ویلي، یاده اورلګېدنه د ایران اسلامي جمهوریت په همکارۍ او د افغانستان لوري له څو ساعته هلو ځلو وروسته کنټرول شوه.

سرچینې له جزئیاتو پرته لیکلي، په دې پېښه کې د نفتو درې زېرمې او درې موټر سوځېدلي دي.

وزارت زیاته کړې: ((د فراه ګمرک پرسونل د هڅو له امله ټول باري او تش وسایل د پېښې له ځایه لرې شول او د فراه ګمرک ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په دغه بندر کې د ایراني او افغان سوداګرو په ګډ بازارګوټي کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې له امله یې د تېلو درې ټانکر وسوځېدل.

راپورونه وايي، د تېرې اوونۍ اور هم د ایران اطفايي برخې له خوا پر وخت مړ شو او له ډېرو زیانونو مخه ونیول شوه.

د یادونې ده، د سلواغې میاشتې په ۲۵مه په اسلام کلا بندر کې هم د اورلګېدنې لویه پېښه رامنځته شوې وه.

د راپورونو له مخې، په دې اورلګېدنه کې د سون توکو، خوراکي موادو او ساختماني موادو سلګونه موټر وسوځېدل او سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان ورساوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.