کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د رسنيو د ٣٦٠ کارکوونکو په ګډون ٣٣٦٩٠ کسانو ته د کرونا ويروس د مخنيوي واکسين تطبيق شوى دى.
افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق لړۍ د کب په پنځمه له کابله پیل شوه او ولسمشر غني په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغه واکسین پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.
افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه د تېر کال د کب میاشتې په ۲۵مه ثبت شوه او تر اوسه د دې ناروغۍ ۵۵٨٥٤ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې ډلې ۲۴٥١ کسان مړه او ۴۹۳۷۸ نور بيا بېرته روغ شوي دي.
د روان کال د سلواغې په ۱۹مه د هند له خوا مرسته شوى د کرونا ویروس ۵۰۰ زره دوزه واکسین کابل ته را رسېدلى دى.
د کرونا واکسين په اړه د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ٣٣٦٩٠ کسانو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى.
سرچينه وايي چې په واکسين شويو کسانو کې ٣٦٠ يې د رسنيو کارکوونکي او پاتې نور يې بيا روغتيايي کارکوونکي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، تر اوسه تر ټولو ډېر په کابل کې ٤٥١٩ او تر ټولو لږ په نورستان کې ١٦٠ کسانو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى دى.
روغتيايي مسوولين وايي چې د واکسين د تطبيقولو لړۍ چټکتيا مومي ترڅو ټول هېوادوال په وخت سره واکسين شي.
که څه هم د ياد واکسين په اړه ځينې اندېښنې موجودې وې چې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري نه دى تاييد شوى خو د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې یاد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید شو.
د يادونې ده چې نن هم د هندوستان هېواد له خوا ٤٦٨ زره دوزه مرسته شوى واکسين کابل ته را ورسېد.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن