کابل (پژواک، ۱۸ کب ۹۹): ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د میروس صمدي په نوم یو څارنوال وژلی دی.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، دغه پېښه نن سهار اته بجې او شل دقیقې هغه مهال په کمپنۍ سیمه کې رامنځته شوې چې صمدي له کوره د دندې پر لور روان و.
هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو یوې بلې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، میرویس صمدي په میدان وردګو ولایت کې ملکي څارنوال و.
خو د محمد بشیر په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي د یاد خبر د تایید ترڅنګ وویل: ((کلونه کېږي چې په دې حوزه کې وحشت روان دی، هره ورځ کسان ترور کېږي، خو حکومت او امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه د دې حوزې بې کفایته مسوولین چې تل پر خورد او برد او غیر قانوني پیسو اخیستو بوخت دي، د دې پېښو د مخنیوي لپاره یې هېڅ کار نه دی کړی.))
تر اوسه کوم کس یا ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
تېره ورځ هم ناپېژاندو وسله والو د کمپنۍ په سیمه کې د جاوېد په نوم د میدان وردګو یو اوسېدونکی وژلی و.
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې په کابل کې هدفي وژنې ډېرې شوې او مسوولیت یې څوک په غاړه نه اخلي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن