Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ ډېرې سیمې له وسله والو پاکې شوې دي

جلال اباد (پژواک، ۱۹ کب ۹۹): امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار شېرزادو ولسوالي به ډېر ژر له وسله والو پاکه اعلان او عمليات به حصارک ولسوالۍ ته وغځول شي.

مسوولين وايي، له وسله والو د شېرزادو او حصارک ولسواليو پاکولو عمليات د سلواغې په ۱۵مه نېټه پيل شوي چې تر اوسه يې د شېرزادو ولسوالۍ لسګونه لوی او واړي کلي له وسله والو او ماينونو پاک کړي او له دوو سوو ډېرو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د عامه نظم څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال نصيراحمد ساپی وايي چې عملياتي ځواکونه توانېدلي د شېرزادو ولسوالۍ ډېرې سيمې له وسله والو پاکې کړي او په نږدې ورځو کې دغه ولسوالۍ له وسله والو پاکه اعلان شي.

هغه زياته کړه، شېرزادو کې د عملياتو له بشپړېدو وروسته به عمليات حصارک ولسوالۍ ته وغځول شي.

نوموړی وايي: ((هغه سيمه چې له کلونو راهيسې نا امنه وه او د افغانستان د خلکو او حکومت دښمنانو نه پرېښودل چې خلک سوله ييز ژوند وکړي، مکتب او پول او پلچک يې ورانول، خوشبختانه ستاسو زړورو ځواکونو وکولی شول چې دغه سيمې له وسله والو پاکې کړي، اوس تاسو وينئ چې خلکو عادي ژوند پيل کړی دی.))

د سېلاب قول اردو دغه چارواکی وايي، وسله والو د عملياتو له پيل وړاندې په هره ساحه کې ماينونه ځای پر ځای کړي وو چې له امله يې عمليات هم په ځنډ او احتياط سره روان وو.

بلخوا د سېلاب قول اردو وياند هارون يوسفزی وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه تر دوو سوو ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه لوی او واړه کلي له وسله والو پاک شوي دي.

دی زياتوي چې نږدې دوه سوه بېلابېل ډول ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

حصارک او شېرزاد د ننګرهار دوه هغه ولسوالۍ دي چې له تېرو شاوخوا پنځلس کلونو راهیسې نا امنې وې، حتی دولتي مامورينو او نظاميانو په اسانۍ تګ راتګ نه شو کولی او اکمالات ته ورته د هوا له لارې کېدل.

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې شل ولسوالۍ امن دي خو په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار د امنيتي وضعيت خرابوالي خلک اندېښمن کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.