کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٩) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان سولې په تړاو د امريکا د نويو هڅو هرکلى کړى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې د افغان سولې په تړاو د يوه ټولشموله انتقالي حکومت جوړولو ترڅنګ يو شمېر وړانديزونه کړي دي.
په دې وړانديزونو کې د ملګرو ملتونو د رول زياتول او د سولې په تړاو په ترکيه کې ديوې غونډې جوړول هم شامل دي.
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دغه نوې طرحه په کابل کې له افغان مشرانو، په دوحه کې له طالب استازو او په پاکستان کې د پوځ له مشر جنرال باجوه سره شريک کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چوهدري پرون په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال د امريکا د نوې طرحې هرکلى وکړ.
هغه زياته کړه : (( پاکستان د افغان شخړې د هواري لپاره د سيمه ييزې ښکېلتيا ملاتړ کوي، خو د دې پروسې د ګډوډونکو د رول په اړه بايد محتاط واوسو.))
د نوموړي په وينا، هندوستان په افغان سولې پروسه کې رغنده همکار نه دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې تر اوسه دوى د ترکيې د ناستې په اړه کومه رسمي بلنه نه ده ترلاسه کړې.
هغه زياته کړه، ټول افغان خواوې بايد د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د چټکتيا لپاره مذاکراتو ته ادامه ورکړي ، څو په دغه هېواد کې د شخړې سياسي هواري ته لاره هواره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP