کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې اعلامیې څخه هرکلی کوي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې هدفي بریدون په کلکه غندلي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تیره ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان د وروستیو هدفي وژنو چې په ترڅ کې یي ډیری ملکي وګړي ، ښځې او ژورنالستان په نښه شوي، وغندله او ددې د بندیدو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، څرنګه چې په ياده اعلاميه کې راغلي دي، د سولې مذاکراتو له پيله راهیسې د ملکي کارکوونکو، خبریالانو، قاضیانو، د بشري حقونو مدافعینو، نامتو میرمنو، روغتیایي او مرستندویه کارکوونکو پروړاندې، ترهګريز بریدونه ډیر شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو همداشان د هدفي بریدونو د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده او د ورته بریدونو عاملینو پر محکمه کولو باندې یې ټینګار کړی دې.
سرچینې ویلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه اعلامیه يوځل بيا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خلکو او دولت پرحقه غوښتنې او دریځ تاييدوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي : ((موږ ټینګار کوو چې د تاوتریخوالي بندیدل، د هدفي وژنو ختمول او د دایمي او هراړخیز اوربند پلي کول به په هیواد کې سیاسي حل او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، له همدې کبله، افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې اعلامیې څخه چې د تلپاتې سولې او هراړخيزې سیاسي حل لارې په بهیر کې د ښځو بشپړه، مساوي او معنی لرونکې ګډون او د شخړې پای ته رسیدو لپاره د تلپاتې اوربند د تامين پر اړتیا ټینګار کوي، هرکلی کوو.
Views: 41
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP