ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سرو زرو بیه نږدې پنځه سلنه لوړه شوې ده

په کابل کې د سرو زرو بیه نږدې پنځه سلنه لوړه شوې ده

author avatar
13 Mar 2021 - 15:22
په کابل کې د سرو زرو بیه نږدې پنځه سلنه لوړه شوې ده
author avatar
13 Mar 2021 - 15:22

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٩): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو بیه لوړه شوې خو د لومړنیو خوراکي توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې بازار کې د محمد جاوېد په نوم د سرو زرو پلورونکي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ٣٥٠٠  فغانۍ څخه ٣٥٥٠ افغانیو ته او د ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو بیو تغییر په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو له بیو سره تړاو لري.

د مالیزیايي غوړیو بیه هم لږ لوړه شوې ده.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده توګه د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۶۲۰ افغانیو ته لوړه شوې؛ ځکه چې په نړیوالو بازارونو کې د غوړیو بیې هم لوړې شوې دي.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده توګه د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ١٧٠٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ٢٢٥٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ٣٣٠ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ٣٣٠ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ١٨۰٠افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ٢٣۵٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه٢٤۵٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١۶۵٠ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سون توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام مایع ګاز په ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د تایمني په څلورم سړګ د «هاشمي» تېلو ټانک د کارکوونکي معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۴۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۸ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ٧٧.٥٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٨٦ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۶مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٧،٥٥ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٨٥ افغانۍ بدلېدلې.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.