ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسماعیل خان: د سولې طرحه کې مبهم او د پوښتنې وړ ټکي موجود دي

اسماعیل خان: د سولې طرحه کې مبهم او د پوښتنې وړ ټکي موجود دي

author avatar
14 Mar 2021 - 18:42
اسماعیل خان: د سولې طرحه کې مبهم او د پوښتنې وړ ټکي موجود دي
author avatar
14 Mar 2021 - 18:42

هرات ښار(پژواک، ۲۴ کب ۹۹): پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د وړاندیز شوې طرحې ځينې موارد مبهم او د پوښتنې وړ وبلل.

محمد اسماعیل خان دغه څرګندونې نن په هرات کې د وخت د حکومت پر وړاندې د هرات د خلکو د پاڅون ورځې (کب ۲۴مې) د نمانځنې په مراسمو کې بیان کړې.

نوموړي روښانه کړه، که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په طرحه کې مثبت ټکې هم راغلي خو په ځينو مواردو کې هغه په واضح ډول نه دي یاد شوي.

د ده په خبره، د ولسمشر او مرستیالانو د ټاکلو څرنګوالی، د حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت ۵۰۔۵۰ وېش، سیاسي ګوندونو او مجاهدینو ته نه پاملرنه، له نظام سره د طالبانو د مدغم کېدو څرنګوالی د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طرحې هغه ټکي دي چې پوښتنې راولاړوي.

اسماعیل خان وايي، د سولې د ټینګښت لپاره سیمه ییزه اجماع، د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د سولې خبرو ترسره کول، د نظام «مقننه، اجرایه او قضایه قوو» د جوړښت ساتنه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتل، د ټول شموله انتقالي حکومت جوړېدل، د بشري حقونو د ارزښتونو ساتل او له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتېرو وتل د خلیلزاد د طرحې مثبت ټکي دي.

هغه ګواښ وکړ چې د سولې په طرحه کې مجاهدین په پام کې نه دي نیول شوي، دغه طرحه به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

دی وايي، د هېواد داخلي سیاسیونو د بهرنۍ طرحې «زلمي خلیلزاد د طرحې» پر ځای د سولې داخلي «افغاني» طرحه جوړه کړې ده، په راتلونکو ناستو په ځانګړې توګه د ترکیې په ناسته کې به یې وړاندیز وکړي.

هغه په دې اړه جزيیات ور نه کړل.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي په هېواد کې د سولې پر تامین ټینګار وکړ او ويې ویل، په جګړه او پردیو طرحو سوله نه راځي.

هغه هم پر جمهوریت ټینګار وکړ.

د کب د ۲۴مې د نمانځلو د مراسمو یو شمېر ګډونوال وايي، د سولې په طرحه کې باید مجاهدین نادینه ونه نیول شي.

د کب د ۲۴مې پاڅون د هرات د خلکو پاڅون دی چې په ۱۳۵۷ کال کې د نورمحمد تره کي په مشرۍ د وخت د حکومت پر ضد ترسره شو.

دغه پاڅون د غويي د اتمې د خلق او پرچم کودتاهي رژیم او د شوري د پلویانو پر ضد د افغانستان د خلکو لومړنی عمومي پاڅون و.

Views: 270

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.