ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د واحد صف په جوړولو او د سولې پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ

ولسمشر غني د واحد صف په جوړولو او د سولې پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ

author avatar
15 Mar 2021 - 18:29
ولسمشر غني د واحد صف په جوړولو او د سولې پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ
author avatar
15 Mar 2021 - 18:29

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۹۹): ولسمشر غني د کابینې په غونډه کې عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د واحد صف په جوړولو او د سولې پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې او په کې زياته شوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.

سرچينه زياتوي، لومړی ولسمشر د کابینې غړو او ټولو هېوادوالو ته د ۱۴۰۰ لمریز کال د رارسېدو مبارکي وویله او هیله یې وښوده چې نوی کال په هیواد کې د سراسري سولې د تامین شاهدان واوسو.

وروسته یې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو سلو ورځو کې د سلو ملي پروژو د پرانېستو چې پیل به یې له کمال خان بند څخه کېږي، معلومات ورکړل او په مرکز او ولایتونو کې یې د دښمنانو د بریدونو د دفع کولو او شنډولو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره هڅو او زیار قدرداني وکړه.

همداراز ولسمشر د امنیتي تړون او ترورېزم سره په مبارزه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د ملي امنیت سلاکار د اقداماتو ستاینه وکړه او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو د تقدیرولو لپاره چې د هیواد او خلکو د ساتنې لپاره یې خپلې سینې سپر کړي، اړوند بنسټونه موظف کړل.

ولسمشر غني عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له اساسي اهدافو څخه یوه ده، د واحد صف په جوړولو او د سولې پروسې پر چټکتیا او همدارنګه د هیواد د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د سیمه ییز او نړیوال ضمانت د ترلاسه کولو په موخه پر بهرني سیاست د تمرکز لپاره ټینګار وکړ.

په همدې ترتیب، د اصلاحاتو راوستلو او وطنوالو ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې په اساسي دندو د تمرکز ټینګار وکړ.

وروسته د عدلیې وزارت د ۱۳۹۹ کال د تقنیني پلان د تطبیق راپور تائید شو او همداراز د هغه وزارت د ۱۴۰۰ کال د تقنیني پلان طرحه په پرنسیب کې تصویب شوه او عدلیې وزارت موظف شو چې د یاد تقنیني پلان لومړیتوبونه تشخیص کړي.

کابینې ټول وزارتونه او دولتي ادارې موظفې کړې، د هغو تقنیني اسنادو لېست چې اقتصادي او د مارکېټ جوړونې لومړیتوبونه لري یا د جینوا کنفرانس د ژمنو له ډلې دي، د ۱۴۰۰ کال تقنیني پلان کې د درج کولو په موخه، عدلیې وزارت ته واستوي.

وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د کالیزې طرحه په پرنسیب کې تایید شوه، کار او ټولنیزو چارو وزارت یې موظف کړ چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې سره په همکارۍ دې په یاده کالیزه کې د کابینې غړو اصلاحي نظریات هم درج کړي.

کابینې د وري ۴مه د اوبو د مدیریت ملي ورځې په توګه تصویب کړه او د ۱۴۰۰ کال په کالیزه کې د یادې ورځې د درج کولو لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونه موظف کړل.

د کابینې غونډې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو قانون طرحه له یو لړ اصلاحاتو سره تصویب کړه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره موظف شول چې تر لازمو ارزونو وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر چتر لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي او حرفوي زده کړو انسټيټیوټ او د پوهاند غضنفر د روغتیایي علومو انسټيټیوټ د ادغام د عمل پلان ترتیب کړي.

د کابینې غونډې په پای کې د روغتیایي او ښوونیز کمپلکس جوړولو لپاره د پانګونې جذب په موخه د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې د کاماز باربري تصدي ملکیت ۱۵۰ جریبه دولتي ځمکې د پلور د داوطلبۍ او مزایدې اعلان د اجازې لپاره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د پانګونې اسانتیا واحد غوښتنه تصویب کړه او کابل ښاروالي یې د ورځې مطابق اټکلي بیې ټاکلو لپاره موظفه شوه.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.