کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) : د ناټو سرمنشي وايي چې دوى اوس هم د افغان سولې پروسې په اړه سلا مشورو ته ادامه ورکوي او د بهرنيو چارو وزيران به هم په دې هکله خبرې وکړي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن د کب په ٢٦مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ددغه سازمان په مقر کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال په يوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه په دې کنفرانس کې د ناټو د لاسته راوړنو، ننګونو او خپلو ماموريتونو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
سټولټنبرګ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى د افغان شخړې د سوله ييز هواري لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د نوموړي په وينا، په همدې موخه يې تېر کال د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د تړون هرکلى وکړ او د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د نويو هڅو هم ملاتړ کوي.
ده په افغان سوله کې د ټولو دخېلو هېوادونو ګډون ګټور وباله.
د ناټو سرمنشي وويل، دا چې د مۍ مياشتې ضرب الاجل رانږدې کېږي، ناټو هم په دې اړه خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکوي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون له مخې، بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه د مۍ تر مياشتې پورې ووځي.
سټولټنبرګ وايي چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې دوه ورځنۍ غونډه کې به د دغو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.
خو د ناټو سرمنشي وويل چې دوى به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکوي.
Views: 92
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP