کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٩) : د لوګر ولايت يو پخوانى ولسوال د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز د کب په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار د کابل ښار اتمې حوزې اړوند هېوادوال بلاکونو ساحه کې د سيد وکيل په نوم يو ٧٥ کلن سپين ږيرى په يوه بريد کې سخت ټپي شوى و.
خو هغه زياته کړه نوموړي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د سيمې يوه اوسېدونکي حضرت محمد ځاځي پژواک ته وويل چې سيد وکيل اغا د لوګر ولايت اوسېدونکى و.
د نوموړي په وينا، هغه د لوګر د څرخ ، بره کي برک او يو شمېر نورو ولسواليو د ولسوال په توګه دندې ترسره کړې وې.
د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، له څو ورځو وقفې وروسته په کابل کې ښار کې يو ځل بيا د چاودنو او هدفي وژنو لړۍ پيل شوې ده.
پرون ماښام په پغمان ولسوالۍ کې د يوه بريد پر مهال دوه پوليس ووژل شول او وړمه ورځ په کابل کې ښار کې د چاودنې له امله څلور ښځې او يو ماشوم ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن