ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت له يوه شرکت سره د شنو مميزو د پروسس او صادراتو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کرنې وزارت له يوه شرکت سره د شنو مميزو د پروسس او صادراتو هوکړه لیک لاسلیک کړ

author avatar
18 Mar 2021 - 18:58
د کرنې وزارت له يوه شرکت سره د شنو مميزو د پروسس او صادراتو هوکړه لیک لاسلیک کړ
author avatar
18 Mar 2021 - 18:58

کابل (پژواک ۲۸ کب ۹۹): د کرنې وزارت وايي، د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو.

سرچينه زياتوي، دا هوکړه لیک نن (پنجشنبه) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او د انار کرنیزو خدماتو شرکت مسوول تر منځ د کرنې په وزارت کې لاسلیک شو.

سرچينه کاږي، د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه او د انار کرنیزو خدماتو شرکت د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې ۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې ۵۰ سلنه یې د«HVCDSP»  پروژې له خوا او ۵۰ سلنه به د انار کرنیزو خدماتو شرکت له خوا ورکول کېږي.

د دې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل: "نن موږ د یوې سترې او حیاتي پروژې پرانیسته کوو. دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی. هیله مو داده، چې په هېواد کې دننه کرنیز محصولات په اساسي ډول مدیریت شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره ددې ډول  پروژو پلي کول ډېر اړین دي."

ده زیاته کړه، د دې پروژې په پلي کولو سره به مو د صادراتو کچه لوړه او د ښځینه او نارینه کارګرانو لپاره به د کار زمینه برابره شي. د دې پروژې په پلي کولو سره به د بزګرانو کلني زیار او خواري پایله ورکوي او د هغوی کرنیز محصولات به په مناسبه بیه پېرل کېږي، چې د معیاري پروسس وروسته به په کور دننه او همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د دې شرکت مشر محمد خان میثاق وایي، چې د دوی شرکت د عصري ماشینونو د نه شتون، بازارموندنې او سرټیفیکېټونو په اخیستلو  کې له ستونزو سره مخامخ دي، خو د یاد هوکړه لیک په لاسلیک سره د دوی د شرکت ډېر شمېر ستونزې هوارېږي.

په همدې حال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې رییس فرید راید وایي، چې د یاد هوکړه لیک په اساس به د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه د ماشینونو په پېرلو، د کورنیو او بهرنیو

مارکیټونو په پیداکولو او همدارنګه د نړیوالو سرټیفیکېټونو په اخیستلو کې له دې شرکت سره مرسته کوي، چې د دې پروژې په پلي کولو سره به یو زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره، د شنو ممیزو د صادراتو کچه به لوړه او

همدارنګه د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې به رغنده رول ولري.

د ده په ټکو، څرنګه چې د یاد شرکت ۶۰ سلنه کارکوونکي ښځي دي، د یاد هوکړه لیک په پلي کېدو سره به د غزني ولایت اړوند یوشمېر مېرمنو ته به د کار زمینه هم برابره شي. همدارنګه د انار کرنیزو خدماتو شرکت به په راتلونکي کې لږ تر لږه له سلو تنو بزګرانو سره د یو هوکړه لیک په اساس مرستې کوي او یادو بزګرانو څخه به کرنیز محصولات په مناسبه بیه پېري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.