کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې له اسنادو او پلټنو څرګنده شوه چې په ميدان وردګو کې چورلکه د عليپور وسله والو ویشتلې ده.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې يوه چورلکه و ويشتل شوه چې په کې څلور پيلوټان او د ځانګړو ځواکونو پنځه سرتېري ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت هغه مهال ويلي وو چې دوى په يادې ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو لپاره اکمالات کول.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان نن (د کب ٣٠مه) په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، له څېړنو وروسته معلومه شوه چې ياده چورلکه په سيمه کې د نامسوولو وسله والو د قوماندان عليپور کسانو ويشتلې ده.
هغه زياته کړې: ((د ملي دفاع وزارت په هره بيه د خپلو شهيدانو وينو غچ اخلي او د دې پېښې عاملينو ته به سزا ورکوي.))
د ملي دفاع وزارت دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې عليپور په خپله پرون په يوه مرکه کې منلې وه چې چورلکه د دوى کسانو ويشتلې ده.
نوموړي ويلي چې يادې چورلکې په سيمه کې د دوى پر ضد عملياتو لپاره ورغلې وې چې دوى وويشته.
بلخوا په ياده پېښه کې د وژل شوو سرتېرو او پيلوټانو د جنازې مراسم پرون په کابل کې ترسره شول، چې په کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود مياخېل او د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال ياسين ضياء هم ګډون کړي وو.
د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په دغو مراسمو کې وویل چې د دغو سرتېرو غچ به خامخا اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه: ((هر چا چې دغه کار کړی که هغه علیپور وي، یا نور غیر مسوول وسله وال وي، که طالب وي، له جنایتکارانو سره هیڅ ډول معامله نه کېږي.))
میاخېل وویل، هر څوک چې د نظام داخل یا بهر کې چې د یادو وسله والو ملاتړ کوي، ملي ځواکونه به یې پر ضد درېږي.
د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیاء هم ویلي چې د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ پېښه به بېځوابه پاتې نه شي.
Views: 389
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن