ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې له عليپوره د سرتېرو غچ واخلي”

“حکومت دې له عليپوره د سرتېرو غچ واخلي”

author avatar
20 Mar 2021 - 15:04
“حکومت دې له عليپوره د سرتېرو غچ واخلي”
author avatar
20 Mar 2021 - 15:04

ګردېز (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ د چورلکې ويشتلو په پېښه کې د يوه وژل شوي سرتېري کورنۍ غړي وايي، حکومت ته به لوى شرم وي که له عليپور څخه د سرتېرو د وژل کېدو غچ وانه خلي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ياد سرتېري کورنۍ، خپلوان او د ګردېز اوسېدونکي د عليپور په نوم د نا مسوولو وسله والو له خوا د ورته کړنو دوام د حکومت لپاره د شرم وړ بولي او نيوکه کوي چې حکومت د ځينو غير قانوني کسانو او ډلو د ناوړه فعاليت په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

دوی دا خبرې په ياده پېښه کې د وژل شوي سرتېري شېرالله ګردېزي د جنازې مراسمو په ترڅ کې وکړې.

د شېرالله ګردېزي کورنۍ وايي چې نوموړي د امنيتي ځواکونو په نورو قطعاتو کې له کلونو دندې ترسره کولو سربېره له دوه کلونو راهيسې په ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کوله.

د شېرالله کاکا فضل الدين جلالزی عليپور ترهګر ياد کړ او ويې ويل چې حکومت بايد له هر ډول ترهګرو سره غوڅ چلند وکړي.

جلالزي د نا مسوولو وسله والو فعاليت يو لوی لامل له هغوی څخه د ځينو لوړپوړو چارواکو ملاتړ ياد کړ او ويې ويل چې ځيني چارواکي په غير مستقيم ډول ترهګري کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((ټولې دنيا ته واضح ده چې يو لنډغر هم په خپلسر څه نه شي کولای، څومره قتلونه او تخريبات چې کېږي، د دې تر شا د ځينو چارواکو لاس دی.))

د شېرالله کليوال اجمل وويل چې حکومت دې د سرتېرو غچ واخلي او په خبره يې که حکومت يې نه شي کولای، نو خلکو ته دې اجازه ورکړي چې په خپله له يادو خلکو سره حساب وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((که د دغو شهيدانو عاملينو ته سزا ورنه کړل شي، پر دولت کم شوی باور به له منځه ولاړ شي. موږ نور چوپ نه پاتې کېږو، اعتراضونه کوو، ځان هم وژنو، خو عدالت غواړو.))

د وژل شوي سرتېري ورور عبدالله له حکومته غواړي چې د ورور غچ يې واخلي او د نظام حيثيت خوندي کړي.

عبدالله وویل، ځیني سرتېري د عليپور د وسله والو له خوا محاصره و او مرګ ژوبله یې ور اړولې وه، خو کله چې مرستندوی سرتېري مرستې ته ورتلل، نو چورلکه یې ویشتل شوې ده.

نوموړی وايي: ((زما ورور د عليپور او د عليپور د کسانو له لاسه وژل شوی، يوازې زما ورور نه، بلکې داسې لسګونه کسان د دوی له لاسه وژل شوي دي، دا به د حکومت لپاره د شرم ځاى وي چې يوه لنډغره ډله مهار نه شي کړای او په سزا يې ونه رسوي.))

بل لور ته د ملي دفاع وزارت هم منلې چې د يادو نهو سرتېرو چورلکه د عليپور په نوم د يوه غير مسوول وسله وال قوماندان کسانو له خوا ويشتل شوې او غچ به يې اخلي، خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دى کړى.

په ورته وخت کې علي پور هم منلې ده چې ياده چورلکه د ده د کسانو له لوري ويشتل شوې ده.

د يادونې ده، درې ورځې وړاندې د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د يوه نامسوول وسله وال قوماندان عليپور کسانو يوه چورلکه وويشته چې د ګردېز د يوه اوسېدونکي په ګډون نهه کسان په کې ووژل شول.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.