ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردارخان ملنګ زوی ووژل شو

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردارخان ملنګ زوی ووژل شو

author avatar
20 Mar 2021 - 19:34
د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردارخان ملنګ زوی ووژل شو
author avatar
20 Mar 2021 - 19:34

ګردېز (پژواک، کب ۳۰ ۹۹): د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردارخان ملنګ زوی په وسله وال برید کې ووژل شو.

د امنیه قومنداني ویاند لعل محمد امیري وايي، پر نوموړي ماښام مهال دویمې امنیتي حوزې ته څېرمه د خپل کور مخې ته برید شوی دی.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل چې عاملین نامعلوم وسله وال وو او پولیسو یې د نیولو جدي هڅې پيل کړې دي.

د ولایتي شورا بل غړی ممتاز کرخېل وايي چې ملنګ زوی په برید کې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هغه په وینا، په دې برید کې د ملنګ زوی دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

سردارخان ملنګ زوی یو کال د ولایتي شورا رییس هم و.  نوموړي له ډېرې مودې له خپلو ناسکه وروڼو سره د کور او ځمکې په سر جنجال درلود، چې تېر کال د ولسمشر غني په ځانګړې لارښوونه د ټاکل شوي هیئت له خوا حل شوی و، خو وروسته یې بیا په اړه ستونزې زیاتې شوې وې.

یاده دې وي چې څو میاشتې مخکې د پکتیا د ولایتي شورا بل غړی ایوب غروال هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا په وسله وال برید کې وژل شوی و.

Views: 436

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.