ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٥٠ کسان پر کرونا اخته شوي او يو يې له امله مړ شوى

افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٥٠ کسان پر کرونا اخته شوي او يو يې له امله مړ شوى

author avatar
21 Mar 2021 - 15:22
افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٥٠ کسان پر کرونا اخته شوي او يو يې له امله مړ شوى
author avatar
21 Mar 2021 - 15:22

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٦١٥٣ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وري په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤١٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٥٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٦١٥٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٢٣ په ننګرهار، ١٣ په کندهار، ٤ په کابل، ٣ په کونړ، ٢ په نيمروز او ١-١ په هرات، هلمند، فارياب، اروزګان او نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٩٧٣٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٤٦٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ ١٢٢ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه څه باندې ٩١ ميليونه يې بېرته روغ شوي خو ٢،٧ ميليونه يې مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.