Language

د امريکا دفاع وزير کابل ته راغلى

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): حکومتي سرچينې وايي چې د امريکا دفاع وزير لوييد استين د يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلى دى.

ويل کېږي چې د امريکا دفاع وزير به د دغه سفر په ترڅ کې له افغان حکومتي چارواکو سره وګوري.

د يادونې ده، کابل ته له سفر وړاندې استين هند ته تللى و.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.