ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو په بهسودو کې د مهماتو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه له منځه وړل شوې

22 Mar 2021 - 13:54
22 Mar 2021 - 13:54

کابل (پژواک،۲ وری۱۴۰۰): ملي دفاع وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د نامسوولو وسله والو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه لويه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ  کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د نامسوولو وسله والو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او له منځه وړل شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د یادو عملیاتو په پایله کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه، یو مرکز او څو پوستې چې ملکي خلک یې ځورول له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې یو موټر، شپږ ایکم مخابرې او شپږ فیره د بي ام یک مرمۍ امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version