ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په نا امنو ولسواليو کې طالبان له ښوونځيو نظارت کوي

د بلخ په نا امنو ولسواليو کې طالبان له ښوونځيو نظارت کوي

author avatar
23 Mar 2021 - 16:07
د بلخ په نا امنو ولسواليو کې طالبان له ښوونځيو نظارت کوي
author avatar
23 Mar 2021 - 16:07

مزارشريف (پژواک، ۳وری ۱۴۰۰) : د بلخ ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د نا امنه ولسواليو په ډېری سيمو کې طالبان پر ښوونځيو نظارت کوي.

دوی همدا راز وايي چې په ښوونځيو کې د کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتون، د جګړو دوام او د ښوونکو د ګومارنې برخه کې د مالي فساد موجوديت بلخ کې د پوهنې بهير ټکنی کړی دی.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د وري په ۳مه، مزارشريف کې د ښوونیز کال پيلېدو مراسمو کې وويل، چې کورنۍ بايد خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

هغه د پوهنې بهير کې د يو لړ ستونزو موجوديت تاييدوي؛ خو زياتوي چې بيا هم د زده کړو لپاره ښه فرصت شته او خلک بايد ګټه ترې واخلي.

عظيمي وويل: (( دا منو چې د بلخ په يو شمېر نا امنه ولسواليو کې ښوونځي د طالبانو له خوا نظارت کېږي، متاسفانه له همدې امله په يو شمېر سيمو کې د معارف وزارت د اهدافو پلي کېدو برخه کې ستونزې پيدا شوې دي)).

د هغه په وينا، ولايتي اداره هڅه کوي، چې د پوهنې وزارت په مرسته د معارف بهير برخه کې شته ستونزې حل کړي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس داکترافضل حدید بيا وايي، چې لا هم دغه ولايت کې د ښوونځيو د استخدام برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.

هغه زياته کړه چې دوی ته د معلمينو د ګومارنې برخه کې د مالي فساد او واسطه بازۍ شکايتونه هم رسېدلي دي.

نوموړي وويل: (( د کتابونو نشتون او جګړو دوام تر څنګ د ښوونکو د استخدام برخه کې د فساد شتون هغه موارد دي چې د معارف بهير يې ټکنی کړی او موږ غوښتنه کوو چې مسوولين يې د حل برخې ته جدي توجه وکړي)).

د حديد په وينا، د ولسواليو ښوونځيو ته د حکومتي څارونکو نه لاسرسی هم د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې ده.

له دې سره يو شمېر ښوونکي او زده کوونکي له حکومته د پوهنې برخه کې د ډاډمنې فضا رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

مزارشريف کې د ګوهر خاتون ښوونځي ښوونکې شريفه عارف وايي چې دوی تر ټولو ډېر يوه ډاډمن درسي چاپېريال ته اړتيا لري.

هغه زياتوي چې لا هم په ډېری ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره درسي کتابونه نشته دي.

د دغې ښوونکې په وينا، حکومت بايد د دوی مشکلات درک کړي او د حل لپاره يې کار وکړي.

مزارشريف ښار کې د ښوونځي زده کوونکې طوبی پژواک سره خبرو کې د جنګ له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

هغې وويل چې افغان ماشومان له پوره استعداد څخه برخمن دي او که زمينه ورته برابره شي نو وطن ته ډېر وياړونه راوړلای شي.

دغه زده کوونکې زياتوي چې له شته ناوړه وضعيت څخه د وتلو لپاره اړینه ده چې افغان ځوانان زده کړو ته مخه کړي.

د بلخ د پوهنې رييس علي الله اميري پژواک سره خبرو کې دغه ولايت کې د پوهنې برخه کې پرتې ستونزې تاييد کړې؛ خو زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

هغه تاييد کړه چې لا هم د ناسمو دودونو له امله په ولسواليو کې يو شمېر کورنۍ خپلو لوڼو ته د ښوونځي تلو اجازه نه ورکوي.

د اميري په خبره، دوی تازه په ولسواليو کې سلګونه ښځينه ښوونکې استخدام کړې دي، چې ورسره به شته ستونزې هم راکمې شي.

د هغه په وينا، بلخ ولايت کې شاوخوا شپږ سوه دولتي او خصوصي ښوونځي فعاليت کوي، چې څه باندې شپږ سوه زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.