Language

جلال اباد کې چاودنې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې دوه سرتېري ټپيان کړل

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري ټپيان کړل.

د ۰۲ په نوم د دغو ځانګړو ځواکونو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د وري په ۴مه شاو خوا ۱۰ بجې د ملي امنیت ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار د امنیت د ټینګښت په موخه ګزمه ترسره کوله چې د جلال اباد ښار، لومړۍ ناحیې اړوند ګارنیزیون چړایي ته څېرمه  پر موټریز کاروان یې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې.

د خبرپاڼې له مخې چې د دغې چاودنې په ترڅ کې دوه سرتېري یې برسېرن ټپیان شوي.

د دغې چاودنې مسئوليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې ډلې نه دی منلی.